نړۍ

د فرانسې پخوانی ولسمشر سرکوزی پر بند محکوم شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۰)

رویټرز راپور ورکړی، چې د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سارکوزي یو قاضي ته د رشوت ورکولو او د نفوذ د زیاتولو پر تور په درې کاله بند محکوم شوی دی.

د پاریس یوې محکمې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي ته د فساد پر تور درې کاله سزا ورکړې، چې دوه کاله یې ځنډېدلې ده.

پر سرکوزي تور دی، چې له خپلې دندې یې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي؛‌ پخوانی ولسمشر سارکوزي کولی شي د بند موده د زندان پر ځای په خپل کور کې تېره کړي، خو یوه برښنایي‌ اله به ورپورې نښتې وي او څارنه به یې کیږي.

نېکولاس سارکوزي په ۲۰۰۷ کال کې د فرانسې ولسمشر وټاکل شو،‌ خو د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې بریالی نشو.‌

Trending

Exit mobile version