تازه خبرونه
د فراه د مرکز له باغپل سیمې طالبان په شا وتمبول شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت د مرکز نوبهار له باغپل سیمې افغان امنیتي ځواکونو وسلوال طالبان شاه تګ ته اړ کړي دي.
د فراه ولایت د پولیسو قومندانۍ آمر محمد غوث مالیار وایي، د فراه ولایت په برنګتوت،ده یک، شورآباد او باغپل سیمو کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات روان دي.
د نوموړي په وینا؛ وسلوالو طالبانو په نښتو کې ماته خوړلې او له باغپل سیمې په شاه تمبول شوي دي.
د فراه ولایت امنیتي مسوولین زیاتوي، د جګړې په بهیر کې له سل ډېر وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د دوی په وینا؛ په سیمه کې دښمن خپل ځواک له لاسه ورکړی او افغان ملي امنیتي ځواکونو ته پرمختګ ور په برخه شوی دی.
د فراه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ ډېر ژر به د فراه ولایت مرکزي او اړوند لیرې پرتې سیمې د وسلوالو طالبانو له شتون پاکې شي.