سیمه ییز خبرونه
د فراه له زندان څخه شاوخوا شپېته تنه بيندان خوشې شول
دغه بنديان، چې په جنايي او سياسي جرمونو بنديان وو د بند د دورې له پوره كېدو وروسته خوشې شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د فراه د زندان بنديانو د خپلو مشروع غوښتنو له پاره پوره اوه ورځې د نه خوړلو اعتصاب كړى وو.
دغه بنديان په داسې حال كې له بنده خوشې كېږي، چې تېره اوونۍ د فراه زندان ۱۸۲ تنو سياسي بنديانو د نه خوړلو اعتصاب كړى وو.
د فراه د زندان امر عبدالقيوم اعظمي وايي:
د دغه اووه ورځينې اعتصاب څخه وروسته څلور پنځوس تنه سياسي او جنايي بنديان له بنده خوشې شول.
نوموړى همدارنګه وايي، ۲۲ تنه نور بنديان، چې امنيتي جرمونه يې درلودل او د ولسمشر له بخښنې هم برخمن شوي بايد وړاندې خوشې شوي واى، خو د دې له امله، چې د فراه محكمو اجازه نه ده وركړې تر اوسه هم بنديان دي.
له بنده د طالب بنديانو خوشې كېدو د يو شمېر سياسي محفلونو اندېښنې پارولي دي ، دوى په دې باور دي، چې خوشې شوي طالبان له خوشې كېدو وروسته د وسله والو طالبانو له ليكو سره يو ځاى كېږي.