سیمه ییز خبرونه
د فراه ولايت سوداگرو ابو نصرفراهي بندر ته د آسانتياوو غوښتنه وكړه
د فراه سوداگر وايي:
د ابو نصرفراهي بندر، چې د ايران له پولې څخه فراه ته سوداگريزمالونه واردوي، بايد په ملي او نړيواله كچه وپېژندل شي.
هغوى دا بندر د هېواد په كچه مهم بولي، خو وايي:
د دې بندر واټ خامه دى، چې دوى ته يې ډېرې ستونزې را ولاړې كړي دي.
د فراه سوداگرو د چهارشنبې په ورځ(د مرغومي۲۰) په يوه غونده كې، چې د سوداگريزو ستونزو د حل پر لارو چارو تر سره شوه، د شيخ ابو نصر فراهي بندر د نړيوال كيدو غوښتنه وكړه.
دوي وايي:
له ايران څخه افغانستان ته د مالونو د ليږد په برخه كې دا بندر مهم دى او بله دا، چې بې كاره كسانو ته د كار زمينه برابروي.
دې سوداگرو د شيخ ابو نصر فراهي د ۸۵ كيلو متره واټ د قير كولو غوښتنه وكړه.
سوداگرو شكايت كاوه، چې:
پاسپورټونه مو په فراه كې نه ويزه كيږي؛ اړ يو، چې كندهار او هرات ولايتونو ته ولاړ شو.
د فراه والي محمد اکرم خپلواک وايي:
ايران ژمنه كړې، چې له گډ سرحد څخه به تر فراه ښار پورې واټ قير كړي او كه يې دا ژمنه پر ځاى نه كړه، افغان دولت به اقدام وكړي.
د فراه والي زياته كړه:
گمركي چارې به داسې عيارې كړو، چې څوك ونه شي كړاى سوداگريز مالونه په قاچاقي توگه افغانستان ته رادننه كړي.
پېنځه كاله كيږي، چې د شيخ ابو نصر فراهي پر واټ ايران كار كوي، خو تر اوسه يې د دې وات ۱۵ كيلو متره برخه قير كړې ده.