سیمه ییز خبرونه

د فراه ولايت معلولين او د شهيدانو وارثان خپل ټاكلى معاش غواړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په فراه كې يو شمېر معلولين او د شهيدانو وارثان وايي:

د كار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست يې معاشونه پر وخت نه وركوي.

دوي وايي، بايد د دوى معاشونه هركال وروړل شي، خو  د كال په تېريدو مياشتې اوړي او معاشونه نه دي وركړ شوي.

سيمه ييز چارواكي وايي، نه شي كولى په يوه وخت كې ټولو معلولينو او د شهيدانو وارثانو ته معاشونه وروسپارل شي.

له ليريو پرتو ولسواليو  فراه ښار ته راغلي معلولين او د شهيدانو وارثان وايي:

له څو ورځو راهيسې د كار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست ته مراجعه كوو خو بريالي شوي نه يو، چې خپل معاشونه له دې ادارې تر لاسه كړو.

دوي په ډاگه كړه، چې د پلان له مخې، دولت بايد دوى ته د هر كال معاش وركړي، خو له دې مودې مياشتې تېريږي او اوس هم معاشونه نه دي وركړ شوي.

د فراه د كار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست مرستيال  محمد رسول بارکزی وايي:

له موږ سره څلور زره معلولين او د شهيدانو وارثان ثبت دي،  چې هر كال ورته معاشونه وركول كيږي. هغه زياتوي، د كال په پوره كيدو دا كسان ټول ور مات شوي او نه شي كولى په يوه وخت ټولو ته لاسرسى ولري.

دولت هر معلول او معيوب او د شهيدانو وارثانو ته، چې ور سره ثبت وي، د مياشتې ۱۵۰۰ افغانۍ معاش وركوي، چې د معلولينو  او د شهيدانو د وارثانو په وينا، دا ډېرې لږ پيسې دي.

Trending

Exit mobile version