تازه خبرونه

د فراه ولايت په گډو عملياتو كې ۲۸ وسلوالو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فراه په خاك سفيد او پشت رود ولسواليو كې د افغان او نړيوالو ځواكونو په گډو عملياتو كې نولس وسلوال مخالفين وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د فراه ولايت د خاك سفيد او پشت رود په ولسواليو كې د افغان او نړيوالو ځواكونو له لوري گډ عمليات، چې د جمعې ورځې(د كب۱۶) په سهار پيل شوي ول د شنبې په ورځ پاى ته ورسېدل.

په فراه كې د ملي اردو وياند عبدالروف رحماني وايي:

په دې عملياتو كې د طالبانو د درې قوماندانانو په گډون نولس تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

نوموړى زياتوي، په دې عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

له فراه څخه د نړيوالو ځواكونو له وتو وروسته دا لومړى ځل دى، چې دا ځواكونه د هرات د شين ډنډ له ولسوالۍ د الوتكو په مټ دې ولايت ته راځي او له افغان ځواكونو سره په چاڼيزو عملياتو كې مرسته كوي.

Trending

Exit mobile version