سیمه ییز خبرونه

د فراه ولايت پوليس مسلكي نه دي روزل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فراه والي د نوي امنيه قوماندان په توگه د ميرويس نورزي د ټاكنې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته څرگنده كړې، چې په فراه كې پوليس له يو لړ نيمگړتياوو سره مخ دي.

د فراه والي  محمد عمر شېرزاد زياته كړې، چې نوى امنيه قوماندان بايد دا ستونزه ليرې كړي.

نوموړي د دې تر څنگ وويل:

د دې ولايت پوليس تر ډېره غير مسلكي دي، چې له همدې كبله هره مياشت د دوى تر منځ څو خپلمنځۍ نښتې را منځته كيږي.

د فراه د ولايتي شورا رييس عبدالبصیر خیر خواه وايي:

تر هغې، چې پوليس په پرمختلليو وسلو سمبال نه شي، د دې ولايت امنيتي حالت به ښه نه شي.

هغه له نوي امنيه قوماندان څخه وغوښتل، چې  پر پوځي تجهيزاتو د پوليسو د سمبالولو لپاره دې خپلې  هڅې چټكې كړي.

د فراه نوى امنيه قوماندان ميرويس نورزي د فراه لوړپوړيو چارواكو او قومي مشرانو ته ډاډ وركړ، چې د امنيتي حالت د ښه والي لپاره به ډېرې هڅې وكړي.

د فراه  نوى امنيه قوماندان په داسې حال كې خپله دنده پيلوي، چې د چارواكو په وينا همدا اوس هم وسلوالو مخالفينو د چمن، بكواه، گلستان او بالا بلوك ولسواليو لارې تړلي او  له همدې كبله په دې سيمو كې د بيا رغاونې د پروژو په وړاندې سترې ستونزې موجودې دي.

Trending

Exit mobile version