تازه خبرونه
د فراه ولایت پر مرکز تېره شپه وسلوال بریدونه شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت مرکز تېره شپه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو د نښتو شاهد و.
د فراه ولایت د ولایتي شورا رییس فرید بختور وایي، که څه هم د فراه ولایت په مرکز نوبهار کې امنیتي ځواکونو خپلې قرارګاوې ساتلي او جګړه روانه ده؛ خو وسلوال طالبان له قرارګاوو راتېر شوي او دمګړۍ د رج او ګنهکان د پوستو تر څنګ، چې ښار ته نږدې دي دوه یم کمربند هم تر وسلوال برید لاندې نیول شوی دی.
د دغه ولایت د پولیسو قومندان توریالی عبدیاني پر نوبهار وسلوال برید مني؛ خو ښار ته نږدې د رج او کنهکار پر امنیتي پوستو د برید پیلیدل ردوي او وایي، چې کیدی شي د کنهکان پوستې تر برید لاندې ونیول شي.