تازه خبرونه

د فراه ولایت په مرکز کې جګړه روانه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه ولایت په مرکز نوبهار کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د فراه ولایت په مرکزي سیمو کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی او وسلوال طالبان د نوبهار  او رج له سیمو په شا شوي دي او یوه پوسته، چې طالبانو نیولې وه اوس د امنیتي ځواکونو لاس ته راغلې ده.

د هېواد په لویدیځ کې د پولیسو ۶۰۶ انصار زون قومندان حسن شاه فروغ وایي، د تازه دمو ځانګړیو ځواکونو په رارسیدو طالبان شاتګ ته اړ شول؛ ۳۰ کسه یې وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.  

نوموړی د فراه مرکز نوبهار ته د طالبانو ننوتل د امنیتي ځواکونو بې پروایي بولي او ټینګار کوي، چې د دې پېښې چټکه پلټنه باید وشي.

هغه په فراه کې روانه جګړه د سیمې n یو شمېر هېوادونو لخوا پلانشوې او نیابتي بولي او زیاتوي، چې په هېواد کې دننه یو شمېر خلک هم په کې لاس لري.

له بلې خوا ویل کیږي، چې وسلوال طالبان اوس هم د فراه په مرکز نوبهار کې دي او له افغان ځواکونو سره یې جګړه روانه ده.

خبریال: خوشحال ځلاند

Trending

Exit mobile version