تازه خبرونه

د فراه په بالابلوك ولسوالۍ كې ماين چاودنې يو پوليس وژلى او يو بل ټپي دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دا چاودنه نن غرمه د بالابلوك ولسوالې په گنج آباد سيمه كې د پوليسو پرموټر شوې ده.

د فراه د پوليسو قوماندان جنرال عبدالرازق يعقوبي پېښه منلي او وايي،چې په دې ولسوالې كې له دوه ساعتونو را پدیخوا د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ سخته نښته هم روانه ده او تراوسه اته وسلوال طالبان وژل شوي دي.

له بلې خوا وسلوالو طالبانو په فراه كې ديارلس كسان له موټر کښته كړي او له ځان سره يې بيولي دي.

د فراه والي وياند جواد افغان وايي:

وسلوالو طالبانو دا مسافر د فراه ولايت د مركز په شمالگاه سيمه كې له درې موټرو کښته كړي دي.

هغه زیاتوي، په دې كسانو كې محصلين او داكتران هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دې كسانو د راخوشي كولو په موخه د امنيتي ځواكونو هڅې دوام لري.

Trending

Exit mobile version