1393ټاكنې
د فراه په بكواه ولسوالۍ كې ۲۲ وسلوالو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په فراه كې د ملي اردو وياند وايي، دا عمليات د بكواه ولسوالۍ شاه تنه، سپینکۍ او برازنه سيمو كې تر سره شوي، چې په كې د دولت لس وسلوال مخالفين وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.
په فراه كې د ملي اردو وياند محمد حنیف رضایي وايي، د دې عملياتو موخه دا ده، چې د راتلونكيو ټاكنو لپاره زمينه برابره شي او امنيتي گواښونه له منځه ولاړ شي.
د هغه په وينا،په دې عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
نوموړى زياتوي، په دې عملياتو كې د ملي اردو دوه سرتېري او يو پوليس هم ټپيان شوي دي.
بكواه د فراه له ناامنو ولسواليو څخه بلل كيږي، چې په كې د نشه يي توكو كركيله هم پراخه ده.