سیمه ییز خبرونه

د فراه په گلستان ولسوالۍ كې خلك د ناامنيو له پراختيا اندېښمن شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په فراه ولايت كې د ناامنيو پراختيا د گلستان ولسوالۍ خلك هم اندېښمن كړل.

د دې ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، د روغتيايي خدمتونو، ښوونځيو او مخابراتي خدمتونو خدمات دلته نشته او د فراه- گلستان د لارې د تړل كيدو ستونزه هم حل نه شوه.

دوى ناامني  د دې ولسوالۍ خلكو ته ستره ننگونه بولي او له دولت څخه غواړي، چې ژر اقدام وكړي.

د فراه والي محمد عمر شېرزاد، چې دې ولسوالۍ ته په چورلكه كې تللى و وايي، د گلستان ولسوالۍ د خلكو ستونزې به ژر حل شي.

د فراه والي د گلستان ولسوالۍ اوسيدونكي تورنوي، چې له دولت سره همكاري نه كوي.

ښاغلي شېرزاد زياتوي، تر هغې، چې خلك له دولت سره همكار نه شي، امنيتي پرمختگ او هوساينه به په دې ولسوالۍ كې ستونزمنه وي.

گلستان د فراه يوه ليرې پرته او ناامنه ولسوالۍ ده، چې وسلوال مخالفين په كې دوامداره شتون لري.

Trending

Exit mobile version