سیمه ییز خبرونه
د فراه چارواكي د پوليسو پر مسلكي زده كړو ټينگار كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د فراه امنيه قوماندان محمد رازق يعقوبي د پوليسو لپاره پوځي زده كړې ډېرې مهمې بولي.
دى وايي، په زياترو ناامنو سيمو كې را ولاړې شوې ستونزې د دې زيږنده دي، چې پوليس سم نه دي روزل شوي.
د نوموړي په وينا، كوم پوليس، چې زده كړې نه وي كړي نه پوهيږي، چې له وسلوالو مخالفينو سره څه ډول چلند وكړي او هم په خپل چلند كې له خلكو سره قانون ته پام نه كوي.
د فراه امنيه قوماندان ټينگار كوي، چې په راتلونكې كې به ټول ملي او سيمه ييز پوليس پوځي زده كړو ته را وبولي.
هغو پوليسو، چې په ښوونيز مركز كې دوه مياشتنۍ زده كړې كړي وايي، زيات څه يي په زده كړو كې تر لاسه كړي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په لويديځ كې د لويو لارو د پوليسو له ناقانونه كړنو شكايت كيږي.