تازه خبرونه

د فرخندې د تورنو لومړنۍ محکمه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د فرخندې د وژنې د قضیې د تورنو کسانو لومړنۍ محکمه په علني توګه تر سره شوه.

دغه ناسته د نولسو پولیسو په ګډون د نهه څلویښتو تورنو کسانو په حضور کې تر سره شوه.

په دیرشو کسانو تور وو چې فرخنده یې وهلې، وژلې او سوځولې ده.

دغه راز د دوهمې امنیتي حوزې نولس پولیس هم په دندو کې د غفلت له تور سره مخامخ دي.

ذین العابدین چې د شاه دوشمشیره زیات متولي او د دغې پیښې اصلي محرک ګڼل کیږي، پر ځان لګیدلی تور ردوي؛ خو ځینې تورن کسان په خپلو جرمونو اعتراف کوي.

د دوهمې امنیتي حوزې آمر حسیب الله چې په دغې ناسته کې په دنده کې د ناغیړي په تور حضور درلود ټینګار کوي، چې د پیښې په ورځ یې د مامورینو د مخابرې دستګاوې د پیښې له لومړیو تر پایه د یوې مشخصې فریکونسي په ذریعه غیر فعالې شوې وې او دوي ونه شوای کړی چې له یو بل سره په ښه توګه اړیکه ونیسي.

د دوهمې امنیتي حوزې مامورین همدا راز ادعا کوي چې یو شکمن عرب یې د پیښې په ځای کې نیولی و؛ خو د کابل امنیه قومندان دغه کس بېرته خوشې کړ.

د دغې محکمې رییس د دوهمې حوزې د کشف د آمر د نیولو حکم وکړ او دغه راز یې امر وکړ چې د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو رییس، د کابل امنیه قومندان، د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایي څیړنو رییس او ځینې نور مامورین هم د یکشنبې د ورځې ناستې ته ورشي.

د دغې قضیې د حقیقت موندنې کمیسیون په دې باوردی چې ښایي د پیښې تر شا سیاسي او تروریستي انګیزې نغښتې وي.

تورن کسان او هغه پولیس چې نیول شوي تاییدوي چې د شاه دوشمشیره زیات په خونو کې د جنسي اړیکو د پیاوړتیا درمل او کانډوم هم موندل شوي دي.

ویل کیږي چې د لومړنۍ محکمې په لومړنۍ ناسته کې د فرخندې د کورنۍ کوم غړی نه و حاضر.

د محکمې د وروستي حکم لپاره هم په دوو راتلونکو ورځو کې ناستې تر سره کیږي.

 

Trending

Exit mobile version