تازه خبرونه
د فرخندې د قتل د دوسیې په دویمه قضايي غونډه نیوکې وشوې
د فرخندې د قتل د دوسیې په دویمه قضايي غونډه کې یو شمیر هغو پولیسو په قضیه کې تورن دي په محکمه تور ولګاوه چې سیاسي چلند کوي.
دغو پولیسو ویل چې د پېښې په لومړیو کې يې د زیاتو پولیسو غوښتنه وکړه، خو کمکي پولیس څلوېښت دقیقې وروسته سیمې ته را ورسیدل.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي، د دغې قضیې د حقیقت موندنې د کمیسیون غړو او یو شمیر نورو هم د محکمې په څرنګوالي نیوکه کوله.
په دغه غونډه کې د کابل امنیه قومندان، د کورنیو چارو وزارت د جنایي څېړنو رییس او نور پولیس غونډې ته د وضاحت لپاره را غوښتل شوي وو.
د قضايي غونډې په پای کې تورنو پولیسو د کابل د امنیه قومندان څرګندونې ناسمې وبللې او زیاته يې کړه چې محکمه سیاسي ده.
د فرخندې د قتل د حقیقت موندنې د کمیسیون ځینو غړو هم د محکمې په سیاسيتوب ټينګار کاوه.
د کابل امنیه قومندان هغه سړی چې ویل کیږي عرب دی او د فرخندې د قتل په ورځ د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته د کابل امنیه قومندان خوشې کړی وو، هم غونډې ته حاضر کړ.
هغه وویل چې دا سړی عرب نه دی او د افغانستان تابیعت لري.
د تورن سړي اسناد چې یو کال مخکې له سعودی څخه افغانستان ته راغلی و، د قاضي قناعت حاصل نکړ او د هغه د نیولو امر یې وکړ.
پولیس وايي چې د فرخندې د قتل څخه اته څلوېښت ساعته وروسته هم دغه سړی له پولیسو سره و، خو دا چې په نوموړي دتور څه سند پیدا نه شو، دوی خوشې کړ.
د کورنیو چارو وزارت د جنايي څیړنو ريیس له محکمې وغوښتل چې د تورنو پولیسو په محاکمه کې له نرمښت څخه کار واخلي.
د کابل امنیه قومندان په ځينو رسینو او مدني ټولنو هم نیوکه وکړه چې ګواکي د ده په خلاف کار کوي.
قاضي دغه ډول د کابل د دویمې امنیتي حوزې د دوو نورو مامورینو د نیولو حکم وکړ.
غونډه د تورنو کسانو په هکله له کومې پریکړې پرته پای ته ورسیده.