تازه خبرونه

د فرخندې د قتل عاملین باید اعدام شي – د فرخندې مدافع وکیله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فرخندې د قتل په دوسیه کې د ښکیلو ۴۹ کسانو په هکله څارنوال خپلې ټولې دعواګانې سورې کړې.

د دغې قضیې موظف قاضي وايي چې په دې هکله پریکړه زیات وخت او ډير غور ته اړتیا لرياو له هدې امله به سبا هم علني قضايي جلسه روانې وي.

د فرخندې مدافع وکیله وايي چې د پیښې عاملین باید اعدام شي.

نهه څلوېښت کسان په یوه قضیه کې تورن دي او په هکله یې یوه قضايي غونډه نیول کیږي.

څارنوال د شواهدو یادونه کوي او هغه ویډیوګانې ښيي چې د تورنو کسانو لپاره د څه ویلو مجال له منځه وړي.

په پېښه کې یوولس پولیس او د دویمې امنیتي حوزې امر او اته افسران هم تورن شوي دي.

یوه امریکايي میرمن، کی مدلي چې د فرخندې مدافع وکیله ده وايي چې د فرخندې کورنۍ انتقام نه بلکې عدالت غواړي.

د فرخندې مدافع وکیله کی مدلي:

پولیس نه شي کولای له حقیقت څخه وتښتي، ځکه دوی ونه شوکړای فرخندې ته نجات ورکړي. مونږ له محکمې څخه خوښ یو او هیله لرو چې عدالت پر ځای شي.

ویل کیږي د فرخندې د قتل په قضیه کې یو شمیر نور کسان هم متهم دي چې لا تر اوسه نه دي نیول شوي.

Trending

Exit mobile version