تازه خبرونه
د فرخندې د هر قاتل د موندې په سر سل زره جایزه وټاکل شوه
د کورنیو چارو وزارت خلکو ته د خبرتیاو له لارې ویلي چې که چا داسې معلومات ورکړل چې د فرخندې د وژنې د اصلي عاملینو د نیونې سبب شي، سل زره افغانۍ جایزه ورکول کیږي.
دغه وزارت وایي، تر اوسه د دغې قضیې په تړاو څه باندې دیرش کسان نیول شوي او د نورو د نیونې هڅې هم روانې دي.
د فرخندې د وژنې د قضیې یو اصلي لمسونکی مهمند د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې ونیول شو.
پولیس وایی، مهمند خپله څېره بدله کړې وه؛ خو وپیژندل شو.
مخکې له دې بریالی چا چې ویل کیږي د فرخندې په بدن موټر تیر کړی و، هم نیول شوی. ویل کیږي چې بریالی کاپیسا کې پټ شوی و؛ خو د ملي امنیت منسوبینو ونیوه.
له زیاتو هڅو سره سره په دې بریالي نه شوو چې د فرخندې پر قضیې د لویې څارنوالۍ وروستۍ دریځ واخلو، خو مخکې له دې دغه بنسټ ویلي و چې ژر به دغه قضیه بشپړه او دوسیه یې سترې محکمې ته واستول شي.
خبریاله: فرحناز فروتن