تازه خبرونه

د فرخندې د وژنې عاملین باید اعدام شي – لویه څارنولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګه له لویې څارنوالي غواړي چې د فرخندې د وژنې په عاملینو د اعدام سزا تطبیق کړي.

د مشرانو جرګې غړي وایی، چې حکومت په ځانګړې توګه لویه څارنوالي باید دغې قضیه کې بې غوري ونه کړي او عاملین یې د خلکو په وړاندې په علني ډول په دار وځړول شي څو نورو ته پند وګرځي.

بلخوا د مشرانو جرګې ځینې نور غړي ټینګار کوي؛ کوم پولیس چې په سیمه کې حاضر وو، هم د فرخندې په قتل کې ښکېل دي او باید په سزا ورسول شي.

په همدې حال کې د لویې څارنوالي سرپرست وایی، د فرحندې په قضیه کې به هیڅ ناغیړي ونه شي او ژمنه کوي چې د پیښې عاملین په سزا ورسول شي.

فرخنده د تېر کال د کب میاشتې په اته ویشتمه نیټه د لسګونو کسانو له خوا په دې تور ووهل شوه چې ګنې قران یې سیځلی دی؛ کوم تور چې وروسته ناسم وخوت.

د مشرانو جرګې غړي د فرخندې د وژونکو عاملینو ته د سزا غوښتنه لري او وایي چې دغه کسان باید د خلکو په حضور کې په دار وځړول شي.

دوی ټینګار کوي چې فرخنده په وحشیانه ډول وژل شوې او حکومت باید ټول هغه کسان په سزا ورسوي چې په دغې قضیه کې لاس لري.

په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ سرپرست چې مشرانو جرګې ته ورغلی، وایي، د فرخندې په قضه کې به هیڅ ناغیړي ونه شي، او عاملین به یې په هر قیمت چې کیږي، په خپلې سزا ورسول شي.

د فرخندې تر وژل کېدو وروسته اوس ټول دې ته سترګې په لار دي چې عدلي او قضایي بنسټونه د پیښې عاملین په دار وځړوي، وبه لیدل شي چې دغه قضیه څه وخت بشپړیږي او عاملین به یې کله په سزا رسول کیږي.

Trending

Exit mobile version