تازه خبرونه
د فرخندې د وژنې قضیه د شنبې په ورځ لویې څارنوالۍ ته لیږدول کیږي
د ولسمشرله لوري د حقیقت موندنې کمیسیون وایي، د فرخندې د وژنې قضه د شنبې په ورځ لویې څارنوالۍ ته لیږدول کیږي.
د دغه کمیسیون څیړنې ښیي، چې فرخندې قرآن پاک نه دی سوځولی، بلکې په مظلومانه ډول وژل شوې ده.
فرخنده تېره اوونۍ د لسگونه قهریدلو کسانو له خوا ووژل شوه او هغه یې تورنه کړې وه، چې قرآن پاک یې سوځولی؛ خو د خلکو د سوکانو او لغتو لاندې یې د تکبیر نارې وهلې.
د فرخندې د وژنې د حقیقت موندنې د کمیسیون رییس محی الدین بلوچ وایي:
نولس پولیس او اووه ویشت کسه ښاریان په دې قضیه کې د ښکېلتیا په تور نیول شوي او د ښکېلو کسانو دوسیې به د شنبې په ورځ لویې څارنوالۍ ته ولیږل شي.
د ولسمشر له لوري د حقیقت موندنې کمیسیون ژمنه کړې، چې د دغې پیښې جدي څېړنه کوي او داسې یې تعقیب کړي، چې ایچاب کوي.
د فرخندې د وژنې د حقیقت موندنې د کمیسیون غړې فوزیه کوفي وایي، د عدالت ټینگښت د دغه کمیسیون اصلي غوښتنې بلل کیږي.
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو د څیړنې رییس جنرال ظاهر ظاهر وایي، هوډ من دی، چې دغه دوسیه به په ملي کچه تعقیب کړي.
فرخنده د پولیسو د پوستو په څومتري او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ووژل شوه. مدني ټولنو، دیني عالمانو او ملگرو ملتونو دغه پیښه په سختو ټکو کې غندلې ده.