لوبی

د فرصتونو له لاسه ورکول مو له سریلانکا سره د ماتې لامل شو- محمد نبي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کرکت لوبډلمشر محمد نبي وايي، که کریم جنت د سریلانکا د لوبډلې د لوبغاړي د لرې کولو فرصت له لاسه نه وای ورکړی، د تېرې شپې د لوبې وضعیت به بل ډول و.

له لوبې وروسته په یوه خبري غونډه کې نبي ومنله، چې لوبډلې یې د تمې خلاف ۲۰ یا ۲۵ منډې کم هدف وټاکه او د لوبډلې د لوبغاړیو پر توپ وهنه او راستنېدو یې هم ناخوښي څرګنده کړه.

هغه وويل، چې که له هوا څخه د توپ د نيولو هڅې نه مو ناکامې شوې نه وای؛ نو د لوبې حالت به د افغانستان په ګټه بدل شوى واى.

د افغانستان لوبډلې د شنبې پر ورځ له سریلانکا سره، چې د آسیا د غوره لیګ د څلورغوره لوبډلو د پړاو لومړۍ لوبه یې وه؛ رحمان الله ګربز ۸۴ منډې جوړې کړې، چې په دې لوبه کې د یوه لوبغاړي لخوا تر ټولو ډېرې منډې وې. افغان لوبډلې سریلانکا ته ۱۷۶ منډې هدف وټاکه.

سریلانکا دغه هدف د وروستي آوور پر څلورو ویکټو ترلاسه کړ.

د آسیا جام په سیالیو کې به د افغانستان راتلونکې لوبې د چارشنبې پر ورځ له پاکستان او د پنجشنبې پر ورځ له هند سره وي.

Trending

Exit mobile version