تازه خبرونه

د فرمانونو او احکامو له پلي کولو ډډه ونکړئ – د اسلامي امارت رهبر

په دې لیدنه کې د اسلامي امارت رهبر د یووالي او همغږۍ پر ساتلو او له ژبني، قومي او جغرافیاوي کرکې او تعصبونو څخه پر ډډه کولو ټینګار وکړ او له ټولو مسوولینو یې وغوښتل، چې د فرمانونو او احکامو په پلي کولو کې جدي ګامونه واخلي؛ د خلکو د نږدې کولو لپاره هڅې وکړي او په هیڅ صورت باید کار ناهلو ته ونسپارل شي.

Published

on

د سمنګان ولایت سیمهییزو چارواکو پرون (دوشنبه د وږي ۱۲ ) په بلخ ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت له رهبر سره وکتل.

په دې لیدنه کې د اسلامي امارت رهبر د یووالي او همغږۍ پر ساتلو او له ژبني، قومي او جغرافیاوي کرکې او تعصبونو څخه پر ډډه کولو ټینګار وکړ او له ټولو مسوولینو یې وغوښتل، چې د فرمانونو او احکامو په پلي کولو کې جدي ګامونه واخلي؛ د خلکو د نږدې کولو لپاره هڅې وکړي او په هیڅ صورت باید کار ناهلو ته ونسپارل شي.

همدارنګه د اسلامي امارت رهبر په خپلو خبرو کې وویل: دوه قشره یووالی او همغږي ټینګولی شي؛ حاکمان او عالمان. که عالمان د حق له ویلو ونه وېرېږي او حاکمان د احکامو او فرمانونو له پلي کېدا ډډه ونکړي؛ ولس به تل ارامه وي او هیڅکله به له حکومت څخه ځان لرې نکړي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو د ټولو بدبختیو لامل بې له شکه د قومونو اختلافات او د حکومتونو جوړېدل دي؛ دوی خلک بېوزله او بې کوره کړي او له هغو پرمختګونو او پرمختګونو یې لري ساتلي، چې حق یې و.

Trending

Exit mobile version