سیمه ییز خبرونه

د فساد لسگونه دوسيې ترعدلي او قضايي څارلاندې ندې نيول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ورځ په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې د رڼښت نړيوال بنسټ د څېړنو له مخې، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو د ليكې په سر كې راغلى، چې اداري فساد په كې نه يوازې خپل اوج ته رسيدلى، بلكې يوه ملي ستونزه هم گڼل شوې ده.

په افغانستان كې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ادارې رييس عزيزالله لودين ادعا كوي، چې:

له اداري فساد سره د مبارزې ناسم نظام، پرټولو د قانون د يو شان تطبيق نه راعايتول، د يوې سياسي څارندويې ادارې نه شتون، د لويو مجرمينو د قانون منگولو ته نه سپارل، په اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كې د شويو كارونو په اړوند ځواب نه ويل او پدې ادارې كې د فساد شتون هغه څه دي، چې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ادارې په وړاندې خنډونه جوړوي.

لودين د هېواد  پرعدلي او قضايي ارگانونو د سختو نيكو ترڅنگ وايي:

دغو ارگانونو ته د ليږل شويو جرمي مواردو هيڅ راز څېړنه ده شوې.

لودين زياتوي:

تر هغې، چې له اداري فساد سره د مبارزې اداره د يوه پياوړي سياسي او واكمن نظام په توگه نه وي بدله شوې، له اداري فساد سره مبارزه به له شتونزو ډك او ناشونى كار وي.

په داسې حال كې، چې د افغانستان د سترې محكمې رييس قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي پدې غونډه كې شتون درلود او د ولسمشر له ويناوو وروسته يې خبرې وكړې؛ خو له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ادارې د رييس د څرگندونو په وړاندې يې كوم غبرگون ونه ښود.

په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې نړيوال ورځ په داسې حال كې ونمانځل شوه، چې افغانستان د همدې پديدې له كبله له جدي نړيوالو فشارونو سره مخ شوى.

نړيوالې ټولنې د ټوكيو په كنفرانس كې افغانستان ته پدې شرط د ميلياردونو دالرو بلاعوض مرستو وركولو ژمنه كړې، چې افغان دولت د دغې پديدې په وړاندې بايد كوټلي گامونه پورته كړي او جرړې يې له بيخه وباسي، كنه نو له دغو مرستو به بې برخې پاتې شي.

Trending

Exit mobile version