تازه خبرونه
د فضايي حریم د کنټرول چارې د هوايي چلند ادارې ته سپارل کیږي
دوه نیمې میاشتې وروسته به د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول چارې چې د ناټو او ایساف لخوا کنټرولیږي، د افغانستان هوايي چلند ادارې ته وسپارل شي.
د افغانستان د هوايي چلند د ادارې مسولین وايي چې د فضايي حریم د کنټرولو لومړنۍ چارې تر سره شوي دي او نوی تړون له دوه سوه درې اتیا میلیون افغانیو څخه دوه سوه شپږ دیرشو میلیونو ته را ښکته شوی دی.
افغانانو ته د نړیوالو لخوا د امنیتي مسولیتونو لیږد لا نه دی بشپړ شوي. ټاکل شوې وه چې د افغانستان د فضايي حریم مسولیت هم د دوه زره پنځلسم کال په پیل کې افغانانو ته وسپارل شي، خو ویل کیږي د ټاکنیزو جنجالونو له کبله دا چاره وځنډیده.
د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې ريیس کپتان حامد ظاهر:
” د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول تدارکاتي پروسه له پرون راهیسې تصویب شوه او د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر له شپاړلسمې وروسته به دا په مستقیمه توګه د افغان دولت په کنټرول کې وي.“
په پام کې وه چې دا ځل د عربي متحدو امارتو یوه خصوصي شرکت ته د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول چارې وسپارل شي، خو د تدارکاتو د ادارې د ارزونې له مخې دا تصمیم هم بدل شوی دی.
د تدارکاتو د ادارې د پالیسۍ رییس مرتضی نوری:
” پخوانی پنځه کلن قرارداد د ۲۸۳ ملیون ډالرو په بدل کې ترسره شوی دی؛ په داسې حال کې چې نیو قرارداد په 28.9 ملیون ډالرو تصویب شوی دی.“
له دوه زره دویم میلادی کال راهیسې د افغانستان فضايي حریم د نړیوالو ځواکونو لخوا کنټرولیږي.