تازه خبرونه

د فلیپین د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ۵۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

رویټرز د فلیپین د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې  ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

په راپور کې راغلي؛ پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوې، چې د فلیپین د اردو هرکولس سي- ۱۳۰ الوتکې د هېواد سویل ته سرتېري لیږدول.

د دې هېواد د پاټیکول په اړوند سیمه کې د پېښې ځای ته نږدې د اورلمبې او لوګی هم لیدل شوي دي.

د فلیپین دولتي خبري آژانس ځنګل او څو ودانیو ته نږدې د سوځېدلې پوځي الوتکې د پاتې شونو انځورونه خپاره کړي دي.

د فلیپین اردو په ډاګه کړې، الوتکه بریالۍ شوې نده، چې کښته شي او د بیا الوتنې هڅې یې هم ناکامه شوې دي.

د فلیپین د چارواکو د څرګندونو له مخې، پر الوتکې د برید کومه نښه لیدل شوې نده؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی، چې د الوتکې ډېر شمېر سرتېرو په دې وروستیو کې پوځي روزنه بشپړه کړې وه.

Trending

Exit mobile version