سیمه ییز خبرونه
د فوايد عامې وزارت د سړك جوړولو ۲۳ زېربنايي پروژې په پام كې لري
د فوايد عامې وزارت وايي، په ۱۳۹۲ كال كې د ۴۷۰ ميليون ډالرو په پانګه د سړك جوړولو ۲۳ زيربنايي ( بېخبنایی) پروژې په پام كې لري. په دغه وزارت كې چارواكي وايي پردې سربيره په پام كې لري نړيوال بانك هم د كليوالو سړكونو ۲۵ پروژې تطبيق او د آسيا پرمختيايي بانك د مزارشريف – فارياب د ۲۳۱ كليومتره اوسپنې پټلې په جوړولو كې مالي مرسته وكړي.
د فوايد عامې وزارت مرستيال احمد شاه وحيد وايي:
په روان ميلادي كال كې د ولايتي او كليوالو سړكونو د جوړولو په برخه كې ۴۸ زيربنايي ( بېخبنایی ) پروژې په پام كې لري.
نوموړی زیاتوي، ډېرې دا پروژې د دوى له خوا عملي كېږي.
نوموړی همدارنګه وايي، د دې بله برخه، چې د نړيوال بانك له خوا تمويلېږي د كليوالو لارو د جوړولو پروګرام له خوا، چې د فوايد عامې او كليو پراختيا وزارتونه يې غړيتوب لري تطبيقېږي.
نوموړي دغه راز وویل، چې د اوسپنې پټلې هغه پروژه به هم عملي شي، چې د بلخ حېرتان بندر د فارياب له آقينې بندر سره نښلوي.
د فوايد عامې وزارت د چارواكو په وېنا د تورخم جلال آباد د دوهم سړك د جوړولو كار، چې پاكستان يې د لګښت ژمنه كړې وه بېرته پېل او د دغه وزارت له بودجې څخه به بشپړشي.
د فارياب – هرات حلقوي سړك د لټه بند سړك، د كابل حلقوي سړك او په باميانو كې د شكاري درې سړك په هغو مهمو پروګرامونو كې دي، چې د دغه وزارت په وېنا په راتلونكې كال كې به يې كار پېل او يا بشپړشي.