سیمه ییز خبرونه
د فوايد عامې وزارت معين انجنير وحيد له تښتوونكيو راخلاص شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
كورنيو چارو وزارت وايي، چې:
ښاغلى وحيد د ملي پوليسو او د ملي امنيت د ځواكونو په گډو عملياتو كې د كاپيسا ولايت له نجراب ولسوالۍ څخه راخلاص شوى دى.
ښاغلى احمد شاه وحيد د روان كال د وري په ۲۶ سهار اووه بجې ناڅرگندو وسلوالو د خيرخانې له ۳۱۵ سيمې په داسې حال كې وتښتاوه، چې د دفتر پر لوري روان و.
په دې پېښه كې د نوموړي ديور ټپي شوى و.