تازه خبرونه
د فواید عامې وزیر د سلو لومړیو ورځو کاري پلان وړاندې کړ
د فواید عامې وزارت وايي، د لویو پروژو ارزونه او د سړکونو جوړول یې د کار مهم لومړیتوبونه دي.
د فواید عامې وزیر چې د خپلو سلو لومړیو ورځو کاري پلان وړاندې کاوه زیاته کړه چې له آسیایی پرمختیایی بانک سره یې خبرې پیل کړي او دې بانک د دغې لویې لارې اساسي رغونې ته تیاری ښودلی دی.
ده په وزات کې د پراخو اصلاحاتو د راوستو ژمنه هم وکړه.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وایي، د نړیوالو د مرستو د جذب او اصلاحاتو لپاره به یوه تګلاره جوړه کړي:
” زمونږ د پرمختیایي بودجې اتیا سلنه برخه په نړیوالو مرستو تړلې ده، د دې لپاره چې دا مرستې په وخت سره تر لاسه شي، نو د مرستو د جلب او وزارت کې د پراخو اصلاحاتو لپاره یوه تګلاره جوړه شي.“
هر کال په سالنګونو کې د واورو د ښوییدو له کبله ګڼې ستونزې را ولاړیږي، خو د فواید عامې وزیر د دې ستونزې د حل ژمنه کوي.
” د سالنګ اساسي رغاونه زمونږ مهم لومړیتوب دی، نو ځکه له آسیایی پرمختیایی بانک سره خبرې شوي او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د دې لارې د رغاونې لپاره دغه بانک پیسې ځانګړې کړي.“
دی وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ ته به د کار قوې د جوړښت لپاره یو تشکیل وړاندې کړي چې له دې لارې هره ورځ د ټول هېواد په کچه له سړکونو څارنه او کنترول وشي.
نوموړی وایي، په روان مالي کال کې شاوخوا ۱۲۷ میلیون ډالر بودجه لري چې د روڼ مصرف لپاره یې هڅې کیږي.
خبریال: نبیله حفیظي