سیمه ییز خبرونه
د فوتبال په نړيوالو ساحلي سياليو كې افغان ملي لوبډله گډون كوي
په قطر كې د فوتبال مقدماتي نړيوالې ساحلى سيالۍ، چې دوه ورځې وروسته پيليږي د افغانستان په گډون به په كې د آسيايي هېوادونو ۱۶ لوبډلې برخه واخلي.
د افغانستان د ساحلي فوتبال ملي لوبډله وايي:
د ۲۰۱۳م كال د ساحالي فوتبال په نړيوالو سياليو كې گډون ته پوره چمتووالى لرو.
دوى، چې ټاكل شوې نن( د سلواغې لومړۍ) د قطر په تكل له كابل څخه الوتنه وكړي، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰) يې د المپيك ملي كميټې له مشرتابه سره په ليدنه كې ډاډ څرگند كړ، چې له ډكو لاسونو سره به هېواد ته راستنيږي.
د ساحلي فوتبال د جرگه گۍ مسوول روح الله راستگار وايي:
د دغو سياليو له تر سره كولو موخه دا ده، چې لوبډلې د ساحلي فوتبال نړيوالو سياليو ته لار ومومي او وكولى شي له لومړي تر درېيم مقام پورې خپل كړي او د دغو سياليو د گډون جواز، چې د روان كال په سپتمبر كې تر سره كيږي، تر لاسه كړي.
د ساحلي فوتبال ملي لوبډلې غړى محمود آزاد وايي:
په دغو سياليو كې د گډون لپاره بشپړ چمتووالى لرو.
دا لومړنۍ او مقدماتي سيالۍ، چې د روانې ميلادي مياشتې په دوه ويشتمه نېټه به په قطر كې پيل شي؛ د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ درې سيالۍ به په ترتيب له كوربه هېواد قطر، عمان او اسټراليا سره ترسره شي.
په دې لومړنيو لوبو كې د افغانستان د بدني روزنې ۱۰ غړي، يو ښوونكى او يو د همغږۍ را منځته كوونكى برخه لري.
