لوبی

د (فیفا) لخوا د افغانستان د فوتبال فدراسیون نوی مشر او سکرتر جنرال معرفي شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نړۍ فوتبال فدراسیون( فیفا) په خپل سایت کې د افغانستان د فوتبال فدراسیون د رییس او سکرتر جنرال په توګه د یوسف کارګر او فاضل شهاب نومونه وړاندې کړي دي.

دمګړۍ د افغانستان فوتبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم دنده د فوتبال د ښځینه لوبډلې د جنسي ځورونې پر لامل د فیفا له لوري درې میاشتې ځنډول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ د دغه فدراسیون د پېنځه غړيو هر یو رییس کرام الدین کریم، سکرتر جنرال علی رضا آغازاده، فني مرستیال یوسف کارګر او دوه نورو غړیو دندې وځنډولې؛ خو د یوسف کارګر د دندې ځنډیدو حکم درې اوونۍ مخکې د دې لپاره لیرې شو، چې د فوتبال فدراسیون سرپرستي ورته وسپارل شي.  

Trending

Exit mobile version