سیمه ییز خبرونه
د قانون له ملاتړ ائتلاف څخه تغيير و اميد ائتلاف او امرالله صالح هم ملاتړ وكړ
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف رييس وايي، چې:
كه له قانون څخه سرغړونه ونه درول شي د دوى احتجاج به تر ارگه ورسيږي.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف رييس د ټاكنو د خپلواك كميسيون له مشرفضل احمد معنوي وغوښتل، چې زورواكانو ته تسليم نه شي او د ولسي جرگې د ټاكنو د پايلو په وړاندې خپلې ژمنې پلې كړي.
دآريانا ټلويزيون خبريال احمد ارشاد خطيبي څرگنده كړې، چې له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف دغړيو احتجاج نن هم روان دى. د دغه اعتراض په درېيمه ورځ، چې د ولسې جرگې په انگړ كې پيل شوى؛ د برخه لرونكيو وكيلانو د څه ناڅه زرو په شا وخوا كې پلويانو برخه اخيستې وه.
د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح، چې په دې ناسته كې يې برخه درلوده په هراړخيزه توگه يې د وكيلانو له احتجاج څخه ملاتړ وكړ.
امرالله صالح يو ځل بيا له وسله والو طالبانو سره د دولت د سولې پر بهير كلكه نيوكه وكړه او دا بهيريې د افغانستان پرخلكو يو ستم وباله.
د ډاكټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د تغيير و اميد ائتلاف وياند فاضل سانچارکی هم د ولسې جرگې د غړيو له دغه اقدام څخه ملاتړ وكړ او له ټولو يې وغوښتل، چې د ډيموكراسۍ د ساتلو لپاره سره لاسونه وركړي.
له بلې خوا له قانون څخه د ملاتړائتلاف رييس عبدالظاهر قدیر وايي، چې:
كه په هېواد كې له قانون څخه سرغړونې پاى ته ونه رسيږي د دوى احتجاجونه به د ولسمشرۍ ترماڼۍ هم ورسيږي.
نوموړي د ټاكنو د خپلواك كميسيون له رييس وغوښتل، چې د ټاكنو د پايلو په اړه دې پخپله خبره ولاړ اوسي او هيچا ته دې اجازه نه وركوي، چې د ټاكنو په پايلو كې بدلون راولي.
دا احتجاج د چارشنبې په ورځ هغه وخت پيل شو، چې ولسمشر په يو حكم كې د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه وغوښتل، چې ټاكنيزو لانجو ته د حل لار پيدا كړي.
له قانون څخه د ملاتړائتلاف وايي، چې:
استازي وباسي.
د يادونې وړده كه ډاډمنې پرېكړې تر سره نه شي ښايې په راتلونكيو ورځو كې هم دا احتجاج بېۍ پايلې روان وي.
ولسمشر په دغه حكم غواړي د درغليو په تور له ولسې جرگې څخه د خلكو يو شمير برحاله استازي