سیمه ییز خبرونه
د قانون ملاتړ ائتلاف غړيو ولسي جرگې ته د بيا ورتگ پرېكړه كړې
له قانون څخه د ملاتړائتلاف وياند اسدالله سعادتي وايې، چې:
دغه ائتلاف به د راتلونكې شنبې په ورځ له هغو نهو غړيو سره ولسي جرگې ته ولاړ شي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د پرېكړې له مخې له ولسي جرگې ايستل شوي دي.
د ولايتي شورى او ولسي جرگي يو شمېر ښځينه غړې وايي، چې:
له ولسي جرگې د ايستل شوې سيمين باركزۍ په وړاندې د حكومت او د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو دريځ عادلانه نه دى.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبرياله فريده سوما څرگندوي، چې د قانون ملاتړ ائتلاف رييس ظاهر قديرد چارشنبي په ورځ( د تلې ۱۳) وويل، چې:
د ۳۴ ولايتونو د ولايتي شورى گانو د رييسانو په منځگړيتوب پرېكړه وشوه، چې د راروانې شنبې په ورځ به د ولسي جرگې له هغو ۹ غړيو سره يو ځاى ولسي جرگې ته ولاړ شي، چې له دغې جرگې ايستل شوي دي.
د ولايتي شورى گانو رييسان وايي، چې:
دوى له كومې سياسي انگيزې پرته منځگړيتوب كړى.
دغه ائتلاف په داسې حال كې دغه پرېكړه كړې، چې د دې ائتلاف يوه ښځينه غړې سيمين باركزى له څو ورځو راهيسې د نه خوړلواعتصاب پيل كړى دى.
د ولسي جرگې غړې وږمه ساپۍ وايي:
د ولايتي شورى او ولسي جرگې يو شمېر ښځينه غړې له سيمين باركزۍ سره د ملاتړ په توگه د هغې خيمې ته ورغلي دي.
د بشري حقونو خپلواك كميسيون د ښاغلې سيمن باركرزۍ له دريځه ملاتړ كوي او وايي، چې ښاغلې باركزۍ د مدنې حركت او خوځښت له لارې غواړي خپل حقوق تر لاسه كړي.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف غړيو هغه وخت د ولسي جرگې عمومي غونډه تحريم كړې، چي د ټاكنو خپلواك كميسيون له ولسي جرگې د ۹ غړيو د وتلو او پرځاى يې د ۹ نورو هغو د معرفي كېدو پرېكړه وكړه .