سیمه ییز خبرونه
د قانون ملاتړ ائتلاف ولسي جرگې ته د ۸ ورپېژندل شويو غړيو تحليف محكوموي
د اصلاح طلبانو ډله له ور پېژندل شويوغړيوملاتړ كوي او وايي، چې د پارلماني ټاكنو په اړه وروستۍ پرېكړه د درې گونو قواوو ترمنځ د شخړې د حل يواځنۍ لاره ده.
مشرانو جرگه هم دغه شخړه پاى ته رسيدلې بولي او له ولسي جرگې غواړي، چې دغو ناندريو ته د پاى ټكى كيدي.
د ولسي جرگې د شنبې(د وږي ۱۲) ورځې له جنجالونو ډكه غونډه، چې د نصاب بريد ته نه وه رسيدلې، اته نوي غړي د دې جرگې د رييس لخوا وروپېژندل شول او د تحليف مراسم يې پر ځاى كړل، خو د يكشنبې په ورځ(د وږي ۱۳) د قانون ملاتړ ائتلاف يو غړى اسدالله سعادتي د ولسي جرگې د رييس دا كړنه د قانون، د ولسي جرگې د مصوبو او داخلي دندو د اصولو خلاف وبلله.
د سعادتي په وينا:
كه د ولسي جرگې رييس د دې جرگې د اصولو او مصوبو خلاف عمل وكړي، د قانون د ملاتړ ائتلاف غبرگون به له ځانه سره ولري.
نوموړى څرگندوي، چې ولسمشرغواړي ولسي جرگه منحل كړي، خو دغه ائتلاف به په دې لار كې خپلو مبارزو ته دوام وركوي.
د اصلاح طلبانو د ډلې غړى شېرولي وردگ د ټاكنو خپلواك كميسيون د پرېكړې ملاتړ كوي او هغه د روانو شخړو د پاى ته رسولو په برخه كې يواځنۍ قانوني حل لاره بولي.
د مشرانو جرگې مرستيال ايزد يارد يكشنبې ورځې په عمومي غونډه كې ويلي وه، چې ولسي جرگې د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غوښتي وه، چې د پارلماني ټاكنو شخړې ته د پاى ټكى كيدي.
د دوى په وينا:
اوس د ټاكنو خپلواك كميسيون دا كار ترسره كړى او د دې لپاره، چې دغه ناندرې د خلكو په گټه نه دي؛ نو بايد پاى ته ورسول شي.