نړۍ
د قذافي مخالف ځواكونه د ناټو د چتر لاندې طرابلس ته په ننوتو بريالي شول
د ليبيا د پلازمېنې طرابلس اوسيدونكي هغه وخت په ولولو او خوشحاليو د دغه ښار سركونو ته راووتل، چې د قذافي مخالف ځواكونه طرابلس ته په ننوتو بريالي شول او د قذافي دوه زامن يې ژوندي ونيول.
په همدې حال كې د دغه ښارخلكو د ښار په يو شمير سيمو كې هغه شين رنگى بيرغ را ټيټ كړ، چې په ۱۹۷۷ع كال كې د قذافي له خوا د ملي بيرغ په نوم اعلان شوى و او پر ځاى يې د نوموړي د مخالفينو درې رنگه بيرغ پورته كړى دى.
په لیبیا کې د رژیم مخالف وسله وال تېره شپه ناوخته د دې هېواد مرکز طرابلس ته ننوتل.
رپوټونه وايي، چې:
وسله وال د لویدیځ له خوا طرابلس ته ننوتل او له ډېرناڅیز مقاومت سره مخ شوي دي.
د رارسيدولو رپوټونو له مخې د ليبيا د رژيم مخالفو ځواكونو د معمرالقذافي دوه زامن چې يو يې د قذافي د ځواكونو مشر سيف الاسلام او دوه يم يې د ليبيا د المپيك رييس و له يو شمېرنورو سرتېرو سره يو ځاى ژوندي نيولي او وايي، چې:
د قذافي رژيم به دېر ژر نسكور شي.
د لیبیا د مشر معمر القذافي یوه ویاند موسي ابراهیم پرناټو تړون تور ولگاوه، چې:
له مخالفو وسله والو سره یې د مرستې په خاطر په یو سوله يیزښار كې خپلې حملې شدیدې کړې دي.
د معمر القذافي ویاند ادعا وکړه، چې:
په تېرو څليریشتو ساعتو کې لږ تر لږه ۱۳۰۰ تنه وژل شوي دي.