سیمه ییز خبرونه
د قرآن اعظيم الشان د نزول ورځ ونمانځل شوه
د اسلام د سپيڅلي كتاب قرآن اعظيم الشان د نزول ورځ د حج او اوقافو وزارت لخوا ونمانځل شوه.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د قرآن كريم د نزول د وياړمنې او قدرمنې ورځې په مناسبت په يوه پيغام كې ويلي، چې:
د اسلام بنسټ قرآن كريم دى او قرآن كريم هغه سپيڅلى كتاب او اسلام هغه محبوب دين دى، چې نه يوازې انسان له روحي پلوه تزكيه كوي، بلكې انسانانو ته د سالم او له كركې د محفوظ ټولنيز نظام توصيه او لارښوونه هم كوي.
د اسلام د سپيڅلي كتاب قرآن اعظيم الشان د نزول په وياړ په جوړه شوې غونډه كې د افغان ولسمشر حامد كرزي پيغام د حج او اوقافو د وزير محمد يوسف نيازي لخوا ولوستل شو.
په دغه پيغام كې راغلي، چې:
لوى خداى ج قرآنكريم د ژوند په ټولو چارو كې د بشريت د لارښوونې په موخه را ليږلى او د دغه كتاب تعليم او پرارشاداتو عمل د دنيا او اخرت ښې گڼې دي.
همداراز د مشرانو جرگې رييس فضل الهادي مسلميار وويل:
قرآن د انسانیت او بشريت د لارښوونې لپاره؛ ځکه نازل شوى، چې:
له تیارو څخه یې رڼاگانو ته را وباسي، د انسانانو او په ځانگړي توگه د ښځو حقوق خوندي او په وړاندې يې تاوتريخوالى منع كړي.
د اطلاعاتو و او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين په خپلو خبرو كې د قرآن كريم نزول د بشر لپاره د هدايت سر چينه وبلله.
قرآن مجيد د مسلمانانو سپيڅلي كتاب دى، چې د الله تعالي له لوري پر وروستي پيغمبر حضرت محمد ص د ۲۳