تازه خبرونه
د قراردادیانو په ګډون دې ټول بهرني ځواکونه ووځي – طالبان
په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین ويلي؛ د جګړې له لارې د کابل نیول د طالبانو تګلاره نده؛ خو د قراردادیانو په ګډون دې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
شاهین له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي؛ په [کابل] ښار کې د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته باید د قرارداديانو په ګډون هیڅ بهرني ځواکونه پاتې نشي.
دغه راز سهیل شاهین څرګنده کړې؛ که دوی د دوحې د هوکړې خلاف خپل ځواکونه وساتي؛ نو بیا به په دې صورت کې مونږ د خپل مشرتابه پرېکړې ته په تمه وو، چې څنګه پرمخ ولاړ شو.
په دې اړه شاهین وایي: مونږ به غبرګون وښیو او وروستۍ پرېکړه زمونږ له مشرتابه سره ده.
له دې مخکې ویل شوي وه، چې یو شمېر امریکایي سرتېري به په کابل کې د هوایي ډګر او په افغانستان کې د امریکا سفارت د ساتنې لپاره پاتې شي.
شاهین زیاته کړې، چې ډیپلوماتان، د نادولتي بنسټونو کارمندان او بهرني ملکي اتباعو ته څه نه ویل کیږي او ان امنیت ساتنې ته یې اړتیا لیدل کیږي.
نوموړي په دې اړه ویلي: مونږ د بهرنیو ځواکونو د پوځي شتون مخالف یو، نه د ډیپلوماسۍ. نادولتي موسسې، د دوی کارمندان، سفارتونه زمونږ د خلکو اړتیاوې دي. مونږ به دوی له خطر سره مخ نکړو.
د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ شاهین زیاته کړې، چې د بګرام له پوځي اډې څخه د امریکايي ځواکونو وتل یو تاریخي ګام دی.
شاهین د تاوتریخوالي په زیاتېدو کې د طالبانو رول هم رد کړ او زیاتوي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ولسوالۍ د منځګړیو د هڅو له لارې ورسپارل شوې دي.
همدارنګه شاهین ویل، چې تر دې دمه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ټاکنو په اړه بحث ندی شوی.