سیمه ییز خبرونه

د قربانۍ او مقاومت پایله د زمري اته ویشتمه د خپلواکۍ ورځ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دوشنبې ورځ د زمري اته ويشتمه ده، چې څلور نوي كاله مخكې په همدې ورځ افغانستان له انګلستان سره تر درې ځله مخامخ جګړو وروسته خپلواكي واخيسته. د افغانانو تر قربانيو او سرښندونو وروسته نړۍ له دې جملې انګلستان افغانستان د يوه خپلواك هېواد په توګه په رسميت وپېژاند.

افغانستان له نن څخه څلور نوي كاله مخكې خپلواك هېواد نه و. انګلستان درې ځله په دې هېواد بريدونه وكړل څو دا هېواد ونيسي، خو افغانانو د انګريز پوځونو د دې تېرېو پر وړاندې كلك مقاومت وښود.

د همدې سرښندونو او مقاومت پايله دا شوه، چې يرغلګر مات او افغانستان خپلواكي تر لاسه كړي.

له نن څخه څلور نوي كاله مخكې، په ۱۲۹۸ لمريز كال كې، چې له ۱۹۱۹ م كال سره سمون درلود، افغانستان له انګلستان څخه جګړه وګتله او د غازي امان الله خان له خوا د افغانستان خپلواكي اعلام شوه.

امان الله خان د افغانستان د خپلواكۍ د اعلانولو پر مهال بهرنيانو ته خبردارى وركړ، چې هېڅ بهرنى قدرت د دې توان نه لري، چې پر دې هېواد حمله وكړي.

د كورنيو چارو پخوانى وزيرعلي احمد جلالي وایی:

افغانستان او جاپان په يوه ورځ كې خپلواكي واخيسته، په داسې حال كې، چې جاپان اوس د نړۍ په پرمختللو او صنعتي هېوادونو كې لوړ ځاى لري افغانستان لا هم له كړكېچونو او ستونزو سره لاس او ګريوان دى او لا هم د بهرنيو مرستو ته اړمن  دى.

د كورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالي له اوسنيو ستونزو څخه د خلاصون يواځينۍ لار په هېواد كې د ملي يووالي ټينګښت بولي.

د هېواد د خپلواكۍ د څلور نويمې كليزې په مناسبت د يكشنبې په ورځ د ( زمری ۲۷ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار كې يوه غونډه جوړه شوې وه، د دې مراسمو د تر سره كولو كميسيون په يوه پرېكړه ليك كې له حكومت وغوښتل، چې د خپلواكي كليزه هر كال ونمانځي.

Trending

Exit mobile version