نړۍ

د قزاقستان دفاع وزیر د وسلو په زیرمه کې له چاودنو وروسته استعفا وکړه

Published

on

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر مني، چې د دغه هېواد دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف له هغې وروسته استعفا وکړه، چې د وسلو په یوه زیرمه کې د چاودنې له کبله د اور وژنې ۱۵سرتېري او کارکوونکي ووژل شول.

د اګست پر ۲۹ د قزاقستان د زامبیل ولایت د وسلو په یوه زیرمه کې د څو چاودنو او اور لګېدنې ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د چاودنو او اورلګېدنې لامل اوس هم روښانه ندی.

د راپور له مخې؛ چارواکي اړ شول، چې پېښې ته نږدې کورونه تش کړي.

دغې چاودنې خلک په غصه کړل.

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې هم په دې زیرمه کې ورته چاودنه رامنځته شوې وه او ۴ کسان وژل شوي وه.

Trending

Exit mobile version