تازه خبرونه

د قزاقستان د خوراكي توكو د مرستې ټولگه حيرتانو ته را ورسيده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د قزاقستان له خوا افغانستان ته د دوه ميليون دالرو په ارزښت د اوړو، غوړيو او بورې د مرستې ټولگه د شنبې په ورځ( د كب۱۷) حيرتانو ته راورسيده، چې د قزاقي چارواكو له خوا په بلخ كې سيمه ييزو مسوولينو ته وسپارل شوه.

په دې تازه مرسته كې څه باندې زر ټنه اوړه، يو سلو نوي ټنه غوړي او زر ټنه بوره شته، چې د قزاقستان له خوا افغانستان ته په وړيا ډول وركړ شوې ده.

د بلخ د كرنې رييس کاتب شمس وايي:

دا مرسته به د مركزي چارواكو له امر وروسته په بلخ او گاونډ ولايتونو كې په اړو كسانو ووېشل شي.

تېر كال روسيې افغانستان ته لسگونه ټنه اوړه وركړل، چې اړو كسانو ته ورسول شي؛ خو له وېش مخكې گدام كې خراب شول.

په بلخ كې د پېښو په وړاندې د مبارزې رييس رحمت الله زاهد وايي:

دا اوړه د مركزي چارواكو د بې غورۍ له كبله خراب شوي دي.

په بلخ كې د قزاقستان قونسل بایجان له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينگار كوي او له اړوند بنسټونو غواړي، چې دا مرستې اړوند كسانو ته ووېشل شي.

قزاقستان له ۲۰۰۲م كال را پديخوا له افغانستان سره څو ځله د خوراكي توكو مرستې كړي او دې هېواد همدا راز په افغانستان كې د ښوونځيو په جوړولو كې هم برخه اخيستې او افغان محصلانو ته يې هم د زدكړو زمينه برابره كړې ده.

Trending

Exit mobile version