تازه خبرونه
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته راغی
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک جومانګارین د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) کابل ته راغی، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې جومنګارين به د خپل سفر په لړ کې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییزو اړیکو پورې اړوند اړینو مسلو په اړه به خبرې وکړي. دا غونډه د قزاقستان او افغانستان د سوداګرۍ له راتلونکې غونډې سره هم سمون لري، چې د سېشنبې پر ورځ به ترسره شي، چې د دواړو هېوادونو حکومتي استازي او د خصوصي سکټور مشران به سره راټول کړي. دا فورم به د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ د فرصتونو پر لټولو راوڅرخیږي.
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د لومړي وزیر له مرستیال او ورسره مل پلاوي څخه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو هرکلی وکړ.
د دې سفر د یوې برخې په توګه به په کابل کې له ۴۰ څخه د زیاتو قزاقستاني شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې ورسره به د دې هېواد د خوړو، ودانیزو توکو، درملو او مصرفي توکو په برخو کې صادراتي وړتیاوې نندارې ته وړاندې شي.
دغه راز آذر نیوز څرګنده کړې، چې د قزاقستان لپاره دا سفر د سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی. په ځانګړي توګه د نويو ټرانزیټي دهلیزونو د رامنځته کېدو له هڅو سره سم به مرکزي آسیا له سویلي آسیا او نورو سره ونښلوي.
پر سوداګریزو خبرو اترو سربېره به د ملي ناورین مدیریت ادارې مرستیال همغږي کوونکي عبدالولي عمر، د قزاقستان د وروستیو بشري مرستو لپاره، چې ۳.۵ ټنه طبي توکي او تجهیزات په کې ول؛ له جومانګارین څخه مننه وکړه.
ملا برادر د پلاوي تود هرکلی وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر نن له غرمې مخکې په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین پر مشرۍ پلاوي ته راغلاست ووایه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر د سیریک ژومانګارین پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کتنه کې به د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت چارسمبالی، د افغانستان بانک عمومي ریاست چارسمبالی، د صنایعو او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالان او په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر هم ګډون ولري.
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو سربېره د بېخبنایي(زېربنایي) پروژو په برخه کې د همکاریو د زیاتې پراختیا په اړه هم بحث او خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې تر سره کیږي، چې اوړمه ورځ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی هم د دوه اړخیزو مشورو لپاره کابل ته راغلی و.
