تازه خبرونه
د قزاقستان ولسمشر د ملګروملتو استازې ته د همکاريو ژمنه تازه کړه
د قزاقستان ولسمشر ویلي، هېواد به یې ډېر ژر په افغانستان کې خپل سیاسي ماموریت بیا پیل کړي.
په الماتا کې قاسم جومارت توکایف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره د کتنې پر مهال ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د بشري مرستو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره هر اړخیزه همکاري روانه وساتي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې قزاقستان ته په سفر کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د میلیونونو وږو خلکو د ژغورلو لپاره مټې رابدوهي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف له نړیوالې ټولنې سره د هراړخیزو همکاریو د تر سره کولو لپاره د خپل هېواد پر ژمنو ټینګار څرګند کړ.
د قزاقستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېر ژر به په قزاقستان کې د یوناما د ماموریت د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک شي او الماتا به هڅه وکړي، چې په افغانستان کې خپل سیاسي ماموریت بیا پرانیزي.
له بلې خوا د خواړو د نړیوال پروګرام مشر وايي، چې په افغانستان کې ۱۸ میلیون وګړي خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري؛ خو دغه اداره د دې ستونزې د اواري لپاره کافي بودیجه نلري.
د خوراک د نړیوال پروګرام مشر ډیویډ بیسلي ویلي، په افغانستان کې د سون توکو، خوراکي توکو او ترانسپورت بیې له آسمان پورته کېږي. مونږ اوس وږو ته خواړه ورکوو. د خواړو نړیوال پروګرام ۱.۲ میلیارد دالرو ته اړتیا لري، چې ژر تر ژره د خلکو ژوند وژغوري.
قزاقستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د جمهوریت له سقوط راپدیخوا یې په کابل کې خپله سیاسي استازولۍ نده پرانیستې؛ خو لکه څنګه، چې لیدل کېږي د منځنۍ آسیا له ډېرو هېوادونو سره د کابل اړیکې ښې دي.