مهم خبرونه

د قزاقستان په الماتا ښار کې پوځي عملیات پیل شول

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۰)

قزاق تلویزیون د جمعې پر ورځ ولس ته په ډاګه کړې، چې د الماتا اوسیدونکي دې د ترهګرو پر ضد د ښاري امنیتي عملیاتو پر مهال په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي.

د رویټرز ویډیو په ډاګه کړې: د الماتا درنو اوسیدونکیو! په الماتا کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي، چې بنسټیزه موخه یې د ترهګرو مخه نیول او د ښار امنیت ساتل دي. که مو استوګنو ته نږې ترهګریز ضد هڅې روانې وي؛ نو سپارښتنه کیږي، چې کړکیو نږدې نشئ او یا په کوڅو کې ونګرزئ. په خوندي ځای کې پټ شئ، ماشومان او لویان پرته له څارنې مه پریږدئ.

د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې له څو ورځو راپدیخوا د خلکو لاریونونه پر تاوتریخوالي اوښتي؛ امنیتي ځواکونو داسې بریښي، چې د جمعې پر ورځ د قزاقستان د مرکزي ښار سړکونه له اعتراض کوونکیو بېرته نیولي دي.

اعتراض کوونکیو تېره اوونۍ د تېلو د بیو د لوړوالي په غبرګون کې نه یوازې د حکومت استعفا وغوښته، بلکې د دولتي چارواکو پر ضد هم خوځښت ورځ تر بلې پراخه شو؛ خو د روسیې تر اوږده ملاتړ لاندې ولسمشر د اعتراض کوونکیو پر ضد سرتېرو ته سپارښتنه وکړه، چې پاڅونوال وځپي، مړه یې کړي او تر هغې پرې ډزې وکړي، چې وژل شوي نه وي.

ولسمشر قاسم جوماروت توکایف ویلي، چې بهرني روزل شوي ترهګر د ناکرارۍ مسوول دي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د ۲۶ وسلوالو مجرمینو له وژلو خبر ورکړی. په داسې حال کې، چې ۱۸ پولیس او د ملي ګارد غړي هم وژل شوي دي.

همدارنګه دولتي ټلویزیون له ۳۷۰۰ څخه د ډېرو کسانو نیول په ډاګه کړي دي.

یوه ورځ وروسته له هغې، چې مسکو د بغاوت په ځپلو کې د مرستې لپاره راودانګل؛ د قزاقستان پولیس د الماتا په له کثافاتو ډکو سړکونو ګزمې کولې؛ که څه هم د ډزو ځینې غږونه اوریدل کیدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ روسیې د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي ۱۶ قزاقستان ته خپل لومړني سوله ساتي ځواکونه ولېږل، چې د حکومت او دولت پر ضد پاڅونونه تر څارنې لاندې ونیسي.

Trending

Exit mobile version