نړۍ
د قزاقستان په ناکراریو کې له افغانستان څخه د مداخلې ادعا حقیقت نلري- مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې ځینو رسنیو د روسي چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې ګنې د قزاقستان په نارامیو کې له افغانستان څخه هم ځينو خلکو ونډه اخیستې ده.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دوی پر باور ممکن ځینې بهرني وسلهوال قزاقستان ته له افغانستان څخه تللي وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی: مونږ دا ادعا په کلکه ردوو. اسلامي امارت د خپل تعهد له مخې هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضرر نه کاریږي یا د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله ولري او نه هم په دې اړه کوم شواهد شتون لري.
مجاهد وایي: مونږ د قزاقستان د پېښو او ستونزو معقول او سوله ییز حل غواړو؛ ټولو جهتونو ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم هېواد ته ګواښ متوجه ندي.
د یادونې ده، چې تېره میاشت د قراقستان په ناکراریو کې لږ تر لږه ۲۲۵ کسان و وژل شول، له څلور زره ډېر نور ټپیان شوي او دغه هېواد ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.