نړۍ

د قزاقستان په ناکراریو کې له ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۰)

رویټرز د قزاقستان د چارواکو د څرګندذونو له مخې په ډاګه کړې، چې د قزاقستان په وروستیو ناکراریو کې شاوخوا ۲۲۵ کسان وژل شوي دي.

د قزاقستان چارواکو ويلي؛ د وژل شویو کسانو جسدونه، ملکي وګړي، بندیان او ۱۹ امنیتي سرتېري د قزاقستان کنګلخونو ته لېږدول شوي دي.

د قزاقستان د جرایمو څارنوال سریک شلابایوف ویلي، چې په تاوتریخوالي کې څه نا څه ۵۰۰۰۰ خلکو برخه اخیستې وه، چې ډېري یې د جنورۍ پر ۵ هغه مهال، چې بلواګرو په یو شمېر لویو ښارونو کې پر دولتي ودانیو، موټرونو، بانکونو او هټیو برید وکړ او د اور لمبې یې ترې پورته کړې.

لاریون د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ پر دوه یمه د قزاقستان په لویدیځ کې پیل شو، چې په ښکاره یې غوښتنې د تېلو د بیو د لوړیدو پر ضد وې؛ خو له چټکۍ سره په ټول هېواد کې پراخ شو او د حکومت د استعفا غوښتنه ورسره مل شوه؛ خو د قزاقستان ولسمشر قاسم جامروت توکایف پولیسو ته د وژلو سپارښتنه وکړه دا ادعا یې راپورته کړه، چې دوی بهرنی ترهګریز ملاتړ لري او هېواد بې ثباتۍ ته راکاږي.

توکایف حتی امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې له خبرتیا پرته پر لاریونکوونکیو ډزې وکړي.

د رپوټونو له مخې؛ د قزاقستان د حکومت پر ضد د تاوتریخجنو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونه کسان ټپیان شوي او امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۲ زره لاریونکوونکي نیولي دي.

Trending

Exit mobile version