1393ټاكنې
د قسمي پايلو په اعلان كې ځنډ به افغانستان له نويو ستونزو سره مخ كړي
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ يا تيفا وايي، د ټاكنو د قسمي پايلو په اعلان كې ځنډ به عامه افكار منحرف او روان حالت نور هم پيچلى كړي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراكانو له ټاكنو اته ورځې تېريږي او ټول تمه لري، چې د ټاكنو قسمي پايلې اعلان شي.
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ وايي، د ټولو راى پاڼو را غونډول او څېړل به په لنډه موده كې آسانه كار نه وي.
د افغانستان د رڼو ټاكنو د بنسټ رييس نعيم ايوب زاده وايي:
د ټاكنو د قسمي پايلو په اعلان كې ٰځنډ به د هغو كسانو په گټه وي، چې د ټاكنو روڼښت تر پوښتنې لاندې راوستل غواړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ وياند فهيم نعيمي د قسمي پايلو پر روڼښت ټينگار كوي.
د افغانستان په سږنيو ټاكنو كې د ولسمشرۍ اته نوماندانو او د ولايتي شوراگانو دوه زره اووه سوه نومانديدانو په خپلو كې سيالي كوله او ټاكل شوې د ولسمشرۍ د ټاكنو لومړنى پايله د غويي په ۴ او وروستۍ هغه يي د غويي په ۲۴ اعلان شي.