تازه خبرونه
د قطر امیر د افغانستان په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړې
قطري چارواکو د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د قطر واکمن د امریکا له بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په لیدنه کې د افغانستان پر پرمختګونو او امنیت ټینګولو خبرې کړې دي.
د قطر د رسنیز مرکز د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د دې هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد بن آل ثاني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن او دفاع وزیر لویډ آسټین سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان پر پرمختګونو، دوه اړخیزو، سیمه ییزو اړیکو او امنیت ټینګولو خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي، چې بلینکن او آسټین د آل ثاني څخه مننه کړې، چې د امریکایي وګړیو، همکارانو او له خطر سره د مخ افغانانو د خوندي وتلو په آسانولو کې یې سپارښتنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له رسېدو سره سم څلور امریکایي وګړي په خوندي توګه له ځمکنیو لارو له افغانستان وتلي دي.