تازه خبرونه
د قطر او امریکا چارواکو د افغانستان د بشري اړتیاوو په اړه وغږېدل
د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي اډیمو له قطري چارواکو سره د افغانانو د اوسني اقتصادي وضعیت او بشري اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د خزانې وزارت په ډاګه کړې، چې والي اډیمو د تېرې پنجشنبې پر ورځ قطر ته د سفر پر وخت له لومړي وزیر او لوړ پوړیو چارواکو سره غ.ېدلی دی.
د سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ اډیمو د سایبري فرصتونو او ننګونو، د کرونا او د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د امریکا پر ګټو خبرې کړې دي.
له دې مخکې امریکا او قطر موافقه کړې وه، چې قطر به په کابل کې د واشنګټن د ډیپلوماټیکو ګټو د ساتونکي په توګه عمل کوي.
د یادونې ده، چې دواړو لوریو پدې اړه په واشنګټن کې یو ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړی دی.