تازه خبرونه

د قطر بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د اسلامي امارت له لومړي وزیر سره ولیدل

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۰

د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د وږي ۲۱ / د سپټمبر ۱۲ د کابل په ارګ ماڼۍ کې د اسلامي امارت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره پر بشري مرستو، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او نړیوال تعامل بحث او خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپلو یو لړ څرګندونو کې دا خبر تائید کړی او څرګندوي، چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت د لومړي وزیر شیخ محمد حسن اخوند تر څنګ مولوي عبدالسلام حنفي، شيخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي، د دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارووزارت چارسمبالي خليفه صاحب ملا سراج الدین حقاني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ملا خیرالله خیرخواه، د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل اخوند، د استخباراتو لوی مشر مولوي عبدالحق وثیق، انس حقاني او نورو مسوولینو هم ګډون کړی و.

محمد نعیم ویلي؛ دواړو لوریو پر بشري مرستو، د افغانستان اقتصادي پرمختګ او همدارنګه له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر ښکېلتیا بحث او خبرې کړې دي.

محمد نعیم زیاته کړې: په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه ټینګار کړی، چې د دوحې تړون د افغانستان یوه تاریخي لاسته راوړنه ده او ټولې خواوې باید دغه تړون ته ژمن پاتې شي.

د نحمد نعیم د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته شیخ محمد حسن اخوند د قطر له حکومت او خلکو څخه هم مننه وکړه، چې له افغان ولس سره یې هر اړخیزه همکاري کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د غونډې په بهیر کې محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل، چې په ملي پخلاینه کې ټول افغان لوري ښکېل کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له ترهګرو سره پر مبارزه، چې د افغانستان ثبات ته ګواښ پېښوي؛ ټینګار وشو او په افغانستان کې یې د سولې پر لارو چارو، ملي همغږۍ او د خلکو پر خوندي تګ راتګ هم خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د اسلامي امارت په کابل هوایي ډګر کې د عملیاتو د بیا پیلولو په اړه د قطر له همکارۍ مننه کړې ده.

دغه راز د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالی شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

د یادونې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ کې دا د بهرنیو چارو وزارت لومړنی استازی دی، چې کابل ته راځي او له لوړپوړیو چارواکو سره ګوري.

Trending

Exit mobile version