سیمه ییز خبرونه
د قطر دولت د سولې د رامېنځ ته كېدو په موخه هر ډول مرستې ته چمتو دى
افغان ولسمشر وايي، چې د قطر سفر د سولې د بهير له ګړنيتوب لپاره ګټور وو. ولسمشر دغه څرګندونې د سولې د عالي شورا د چارواكو په شتون كې د يوې خبرې غونډې پر مهال وكړې او زياته يې كړه، چې د قطر دولت په افغانستان كې د سولې او ثبات د رامېنځ ته كېدو په موخه هر ډول همكارۍ ته چمتو دى.
افغان ولسمشر د سولې د بهير د پېل لپاره قطر ته خپل سفر ارزښنمن بولي.
افغان ولسمشر حامد كرزي د سولې د عالي شورا سره په يوه ګډه ناسته كې وويل:
د سولې د بهير د ګړنديتوب لپاره د قطر امير ورته د همكارۍ ډاډ وركړى دى.
په همدې حال كې د سولې د عالي شورا غړى قاضي محمد امین وقاد د سولې د بهير د ګړنديتوب لپاره د قطر رول مهم بولي.
نوموړی وايي، چې قطر له پاكستان سره ښې اړيكې لري او وسله وال طالبان هم چمتو شوي تر څو په قطر كې دفتر ولري .
په داسې حال كې، چې پاكستان په سيمه كې د وسله والو طالبانو اصلي ملاتړى شمېرل كېږي او د سولې په بهير كې كليدي رول لري، خو افغان دولت وايي، د افغانستان د سولې له بهير څخه د پاكستان ملاتړ ته نوره اړتيا نه شته.
په همدې حال كې د سولې د عالي شورا يو شمېر غړي ټينګار كوي، چې د سولې د خبرو لپاره د وسله والو طالبانو د مشرانو د حاضرولو په موخه د پاكستان رول مهم دى .
دا په داسې حال كې ده، چې د وسله والو طالبانو مشران تر اوسه له افغان دولت سره خبرو ته نه دي چمتو شوي، خو ويل كېږي چې دوى له امريكا سره خبرو ته چمتو دي .