تازه خبرونه
د قطر سفیر په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل
د یکشنبې پر ورځ د اسلامي امارت یو شمېر استازیو په کابل کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي سره وکتل.
د قطر استازي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي، کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني؛ د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د قطر خيريه بنسټ پر هڅو، سياسي همکاريو، د اړيکو پر پياوړتياوو او بشري مرستو هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ القحطاني د افغانستان پر مهمو پرمختګونو په ځانګړي توګه د سیاست، اقتصاد، پراختیا او پوهنې په برخو کې خبرې وکړې.
نوموړي د قطر پر دریځ ټینګار څرګند کړ او د افغانانو له ټولو حقونو په ځانګړي توګه د زدهکړو او د نجونو د حقونو د ترلاسه کولو او د ښځو د کار کولو له حق او درناوي خپل ملاتړ بیا وړاندې کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت پر هراړخیزې ملاتړ او د سیاسي اجماع د رامنځته کولو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار څرګند کړ.
