تازه خبرونه

د قطر لومړي وزیر کندهار ته په خپل سفر کې د اسلامي امارت له رییس الوزرا سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د قطر لومړي وزیر او د استخباراتو رییس کندهار ته په خپل سفر کې د افغانستان اسلامي امارت له لومړي وزیر سره وکتل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د قطر لوړ پوړي پلاوي له ملا محمد حسن آخوند سره په لیدنه کې له افغانستان سره د اړیکو او باور پر پیاوړتیا خبرې وشوې او دغه راز د پوهنې، روغتیا او اقتصادي همکاریو ژمنې وشوې.

دغه پلاوی د جمعې پر ورځ ( د غویی ۲۲ ) کندهار ولایت ته راغلی او د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره یې وکتل.

د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر میاشت کې محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې کتلي وه.

ذبیح الله مجاهد ویلي؛ په دې کتنه کې رییس الوزرا له قطري چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې زیات رول ولوبوي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر دی.

له ده سره په دې سفر کې د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي هم مل دی.

دا کندهار ښار ته د قطر د لومړي وزیر او استخباراتو د مشر لومړی سفر دی.

ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي، چې په دې کتنه کې د قطر لومړي وزیر له افغانستان سره د قطر د همکاریو او نېک نیت قدرداني وکړ او له خلکو او اسلامي امارت سره یې د دغه هېواد پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.

په تېرو کلونو کې قطر اسلامي امارت ته د سیاسي دفتر د پرانیستلو زمینه هم برابره کړې وه او د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی.

همدارنګه د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت او د افغانستان د پخواني حکومت تر منځ د سولې د بین الافغاني خبرو کوربتوب هم شوی دی.

Trending

Exit mobile version